قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن

Holy Quran Apps

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن

Entretenimiento
  • 0.00
(0 votos)

Instalar gratis

100000

Instalaciones de aplicaciones

Android 4.1+

Versión mínima

Con anuncios

Anuncio

15.06.2018

Fecha de lanzamiento

Cambios recientes:

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم

Descripción:

قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول. ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د (الاسراء) په سورت كې داسې فرمايي:

ژباړه: (او ووايه (اى پېغمبره) كه چېرې انسانان او پېريان سره راټول شي، ترڅو ددې قرآن په څېر راوړي، نو دوي به ونكړاى شي كه څه هم يو له بل سره مرسته وكړي)
د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه (كمښت يا ډېرښت) ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته (داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى). قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول.

Holy Quran Apps Otras aplicaciones de

Descargar